IQNA

د مصر د لوي  میوزیم په افتتاح د دنیي اورګانونو غبرګون(فیلم)

12:42 - November 03, 2025
د خبر لمبر: 3491957
ایکنا- د مصر دینی اورګانونو ددغه هیواد د لوي میوزیم په مخ کتنې په خوښئ ښودلو سره ټينګار کړی دی چې د لرغونو  آثارو او میراث ساتل یوه دینی او انسانی دنده ده.

ایکنانیوز د البلاد له قوله راپور راکړی ، دمصر په فلات جیزه  کې له اهرام ثلاثه سره نزدې د مصر د لوي میوزیم  مخ کتنه له شلو کلونو انتظار وروسته او په حو ځلې ځنډیدا پسې بلاخره د لړم دمیاشتې  د لسمې په ماښام په رسمي توګه ترسره شوه؛یوه داسې څو میلیارډي پروژه چې ټاکل شوې ده ، ولولناکه انګیزه رامینځة کړي او دغه راز د دغه هیواد  دټوریزم ویده شوی صنعت بیرته احیاء کړي.

د مصر لومړی وزیر مصطفی مدبولي په دې باب ووئيل چې ددغې څو میلیارډ ډالري پروژې تحقق  یو داسې خوب ؤ چې په حقیقت بدل شوی دی.

د مصر په لوي میوزیم کې ، څه د پاسه  هغه یو لک لرغونني آثار ساتل کیږي، چې  د مصر د تاریخ  اوه زره کلنه مخینه لري . په دغو آثارو کې د مصر د ځوان پاچا عنخ آةون توت مقبره ، هم ترسترګو کیږي چې د دغې مقبرې له هماغو لومړیو څخه یوه پيړئ مخکې  به یوخای کې نندارې ته وړاندې شوی ده.

واکنش نهادهای دینی به افتتاح موزه بزرگ مصر

د مصر شیخ الازهر احمد الطیب د مصر میوزیم د یوې تمدني ودانئ په توګه یاد کړی  چې په بشری  تمدن کې  دم صر یو ځانګړی ځائګی منعکس کوي، ووئيل، دغه میوزیم د خدای په غوښتې سره ، د انسانیت او تمدن ، کلتور او میراث  یوه ډیوه ده  او تر راتلونکي پورې به پاتې وي  او د مصر  حکومت دې د نوي نسلونو په چوکاټ کې د ولولې اوذق د رامنیځةکولو، د ښکلاؤ د القاء کولو او له وطن سره د اړونده ارزښت په دودولو او  د میراث په ساتلو کې دې هڅې  وکړي.

شیخ الازهر په دوام کې ووئيل په دې غوره مناسبت  کې دې الازهر هغه څه چې د اسلامی تفکر په ماډرنولو کې د خپل نړیوال کنفرانس په پایزې اعلامیې کې راغلي دي، یادونه کوي چې د لرغونو آثارو او میراث ساتل یوه دیني او انسانی دنده ده ، اسلام  په مځکې کې د  پراختیا د مظاهرو  ساتنې ته بلنه ورکړل شوې ده او  لرغوني آثار کلتوری میراث دی   چې  د ملتونو او تمدنونو تاریخ  تعریفوي .  او په دوي حمله  یا د هر داسې کار ترسره کول چې  ددوي اصلي ماهیّت بدل کړي ، جایزه  نه دی ،بلکې باید د ملتونو د تمدن  د شاهد په توګه دې د دوی تاریخ او لاره وساتله شی.   

همداراز د الازهر پوهنتون مشر سلامه جمه داؤد  هم دغه لویه پیښه  چې د نړیوالو د توجه مرکز ګرځیدلې ، او ددې په مخ کتنې  دستورو کې له درستې نړۍ ۷۹ رسمي پلاؤ ګډون وکړ، خوښي وښودله

د مصر د اوقافو د وزیر په شمول د لوړپوړو  چارواکو په وینا ، میوزیم  به له سبا یعني  د اکتوبر له څلورمې نیټې   سره سم به د عامو خلکو لپاره پرانیستل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4314156

captcha